انګلستان او جاپان موافقه وکړه چې ګډ پوځي مشقونه ترسره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126172-انګلستان_او_جاپان_موافقه_وکړه_چې_ګډ_پوځي_مشقونه_ترسره_کړي
د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا چې لندن ته تللی له خپل برتانوی سیال، ریشي سوناک سره له کتنې او خبرو وروسته د دغو تمرینونو د ترسره کولو دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2023 03:56 Asia/Kabul
  • انګلستان او جاپان موافقه وکړه چې ګډ پوځي مشقونه ترسره کړي

د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا چې لندن ته تللی له خپل برتانوی سیال، ریشي سوناک سره له کتنې او خبرو وروسته د دغو تمرینونو د ترسره کولو دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ.

 

د جاپان لومړي وزير لندن ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل برتانوي سيال سره وکتل او له دغه هېواد سره يې د ګډو پوځي مشقونو د ترسره کولو په اړه هوکړې ته ورسېدل.

د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا چې لندن ته تللی له خپل برتانوی سیال، ریشي سوناک سره له کتنې او خبرو وروسته د دغو تمرینونو د ترسره کولو دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ.

د جاپان د لومړي وزير وياند د لندن تړون د دواړو هېوادونو تر منځ په پوځي او دفاعي همکاريو کې د بدلون نقطه وبلله او ويې ويل، چې د دغه تړون پر بنسټ به يو شمېر جاپاني پوځيان په انګلستان کې د اوکراين د پوځيانو د روزنې په برخه کې ځاى پر ځاى شي.

همدارنګه، انګلستان به دا فرصت ولري چې خپل ځینې عسکرجاپان ته واستوي.

په همدې حال کې د بريتانيا د صدراعظم د دفتر وياند هم وويل: له جاپان سره دفاعي او امنيتي همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه او د نړيوال امنيت په لاره کې ده.