موافقه شونې ده، امریکا دې نوي شرطونه نه ږدي
د ایران خارجه وزیر وویل: که امریکايي لوری له متناقضو څرګندونو او د برجام په وړاندې د نویو شرطونو لاس واخلي او حقیقت پسندانه چلند وکړي نو موافقه نزدې ده
د ایرنا د خبر له مخې، حسین امیر عبداللهیان پرون د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوفلو سره په ګډې خبري غونډې کښې، د ایران خلاف د بندیزونو د لغو کیدو لپاره د ایټمي موافقې په هکله زیاته کړه: که امریکا حقیقت پسندانه چلند ولري نو موافقه لرې نه ده.
د ایران خارجه وزیر د سیمه ایزو مسائلو په هکله هم وویل: ایران تل په ترکیې کښې له خپلو وروڼو سره په دوامداره توګه د تعامل او همفکرۍ په حال کښې پاتې شوی دی او د دمشق او انقرې په اړیکو کښې مثبت بدلون د هغو هلوځلو نتیجه ده چې ایران له څو کاله مخکښې نه پيل کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان د یوکرین د بدلونونو په هکله هم وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ په ډیرو لوړو سویو مطرح شوی دی، ایران د جنګ مخالف دی او په سیاسي حل لارې ټینګار لري.
امیر عبداللهیان په افغانستان کښې د بدلونونو او له زده کړې او کار څخه د میرمنو او نجونو په بې برخې کولو کښې د افغانستان د موقته حکومت کړنلاره یې د اسلام د مبین دین د رحماني نظر سره په ټکر کښې وبلله.