Jan 23, 2023 13:32 Asia/Kabul
  • د روسیې د ارتودوکس کلیسا مبارک قرآن ته د سپکاوی غندنه وکړه

په مسکو کې د ارتودوکس عیسویانو د ټولنې د اړیکو مشر په سوېډن کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قران سوځېدا یوه وحشي او نه منونکی اقدام وباله او په غندنه یې وکړه.

څو ورځې مخکې ډنمارکی پالوډان او د ښي پال افراطي ګوند سرغنه په سوېډن کې د ترکیې د سفارت مخې ته قرآن وسوځول چي د اسلامي هیوادونو او مسلمانانو له غندنې سربېره د روسیې د ارتودوکس د عیسویانو د مرکزي کلیسا هم د دغه ناوړه اقدام نه منوونکی او وحشیانه بللی دی.

په مسکو کې د ارتودوکس عېسویانو د ټولنې او د مرکزي کلیسا ویاند ولادیمیر لوګوېدا په سوېډن کې د قران سوځول له وحشي توب ډک او نه منونکی اقدام بللی دی.

هغه ویلي چي باید د نورو مقدساتو سپکاوی نه وشي، یو نیم کسان باید د انسانیت او د مقدساتو له سرحداتو د تیرېدو لپاره د سیاسي هلو ځلو برخه نه وګرځي.

دا دریم ځل دی چي د سوېډن حکومت افراط پال راسموس پالوډان ته د قرآن د سوځولو قانوني جواز ورکوي، او د سوېډن پولیس ورته امنیت ټینګوي.

ایران، ترکیې، مصر، کویټ، امارات، افغانستان، د مصر الاظهر، د عالمانو نړیوالې ټولنې، قطر، عربستان، انډونیزیا، اردن، مراکش، د اسلامي همکاریو سازمان، د فارس خلیج د همکاریو شورا، د یمن انصارالله، د لبنان حزب الله او د فلسطین حماس او د اسلامي جهاد غورځنګ د دغه اقدام په غندلو سره، د هغه د پآیلو په هکله خبرداری ورکړي دي.

 

ټیګونه