میدویدیف د دریمې نړیوالې جګړې د پیلیدو په اړه خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126792-میدویدیف_د_دریمې_نړیوالې_جګړې_د_پیلیدو_په_اړه_خبرداری_ورکړ
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف خبرداری ورکړ چې د روسیې پر وړاندې د دښمنۍ له امله نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې له خطر سره مخ ده.
(last modified 2023-01-24T22:14:19+00:00 )
Jan 25, 2023 02:39 Asia/Kabul
  • میدویدیف د دریمې نړیوالې جګړې د پیلیدو په اړه خبرداری ورکړ

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف خبرداری ورکړ چې د روسیې پر وړاندې د دښمنۍ له امله نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې له خطر سره مخ ده.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف وايي په اوکراین کې د جګړې اوږدول به د نړیوالې جګړې د رامنځته کېدو لامل شي.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف خبرداری ورکړ چې د روسیې پر وړاندې د دښمنۍ له امله نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې له خطر سره مخ ده.

د ایرنا خبری آژانس د رپوټ له مخې مېدوېدېف د وویليکه په اوکرایین کښې جګړه اوږده شی، نو په یو وخت کښې به د هغو هېوادونو په شمول یو نوی پوځی ائتلاف چې له امریکا سره ناراضه دی، رامنځته شی.

د هغه په ​​وينا، که امريکا له اروپا څخه ووځي، نو نړۍ به يو ځل بيا يو باثباته ځای شي.

له بل پلوه د روسیې د ولسي جرګې  مشر هم  امریکا او د ناټو نورو غړیو ته هم خبرداری ورکړی چې که پر روسیې برید وشي، یو نړیوال ناورین به رامنځته شي او لویدیځ هېوادونه به له منځه ولاړ شي.

د روسیې د ولسي جرګې مشر ویاچسلاف وولودین د ویلی دی چې پر روسیې د بریدونو لپاره د امریکا او ناټو له خوا اوکراین ته د وسلو استول به د غچ اخیستنې په برخه کې د لا زیاتو قوي وسلو د کارولو لامل شي. د اوکراين جګړه له ټولو سياسي، پوځي، اقتصادي، ټولنيزو او حتی کلتوري پايلو سره په يوولسمه مياشت کې روانه ده او لويديځ هېوادونه لا هم اوکراين ته وسلې لېږي.