میدویدیف د دریمې نړیوالې جګړې د پیلیدو په اړه خبرداری ورکړ
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف خبرداری ورکړ چې د روسیې پر وړاندې د دښمنۍ له امله نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې له خطر سره مخ ده.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف وايي په اوکراین کې د جګړې اوږدول به د نړیوالې جګړې د رامنځته کېدو لامل شي.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف خبرداری ورکړ چې د روسیې پر وړاندې د دښمنۍ له امله نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې له خطر سره مخ ده.
د ایرنا خبری آژانس د رپوټ له مخې مېدوېدېف د وویليکه په اوکرایین کښې جګړه اوږده شی، نو په یو وخت کښې به د هغو هېوادونو په شمول یو نوی پوځی ائتلاف چې له امریکا سره ناراضه دی، رامنځته شی.
د هغه په وينا، که امريکا له اروپا څخه ووځي، نو نړۍ به يو ځل بيا يو باثباته ځای شي.
له بل پلوه د روسیې د ولسي جرګې مشر هم امریکا او د ناټو نورو غړیو ته هم خبرداری ورکړی چې که پر روسیې برید وشي، یو نړیوال ناورین به رامنځته شي او لویدیځ هېوادونه به له منځه ولاړ شي.
د روسیې د ولسي جرګې مشر ویاچسلاف وولودین د ویلی دی چې پر روسیې د بریدونو لپاره د امریکا او ناټو له خوا اوکراین ته د وسلو استول به د غچ اخیستنې په برخه کې د لا زیاتو قوي وسلو د کارولو لامل شي. د اوکراين جګړه له ټولو سياسي، پوځي، اقتصادي، ټولنيزو او حتی کلتوري پايلو سره په يوولسمه مياشت کې روانه ده او لويديځ هېوادونه لا هم اوکراين ته وسلې لېږي.