د افغانستان شیعه علماو د مزار شریف حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129394-د_افغانستان_شیعه_علماو_د_مزار_شریف_حمله_وغندله
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان د شیعه علماو شورا په مزار شریف کښې په تبیان مرکز او د اوا خبري اژانس په دفتر کښې د خبریالانو په غونډې باندې د ترهګرې حملې عاملان د امریکا ګوډاګیان وبلل.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Mar 13, 2023 07:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان شیعه علماو د مزار شریف حمله وغندله

صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان د شیعه علماو شورا په مزار شریف کښې په تبیان مرکز او د اوا خبري اژانس په دفتر کښې د خبریالانو په غونډې باندې د ترهګرې حملې عاملان د امریکا ګوډاګیان وبلل.

د هرات ولایت د شیعه علماو شورا پرون په یوې بیانیې کښې په مزار شریف کښې په اوا خبري اژانس او د تبیان د ټولنیزو کلتوري فعالیتونو د مرکز پرضد د تیرې شنبې ورځ ترهګره حمله بزدلانه او ناځوانمردانه وبلله.

د هرات د شیعه علماو شورا دغه حمله د خلکو ضد اقدام وباله او د دغه ترهګرې حملې عاملان یې د پردیو هیوادونو ګوډاګیان او د امریکا قسم خوړلي نوکران وبلل.

ملګروملتونو، د ملګروملتونو د بشري حقوقو څارونکي موسسې ، اروپايي اتحادیې ، ایران او ډیرو نړیوالو او ملي موسسو د حکومتي او د غیر حکومتي شخصیتونو په څنګ کښې دغه حمله غندلي ده.

بل خبر دا چې د روسیې سفارت په کابل کښې د اوا خبري اژانس د خبریالانو پرضد د ترهګرې حملې د غندلو په ترڅ کښې  له ترهګرۍ سره د مبارزې پرضرورت ټینګار وکړ.

په افغانستان کښې د روسیې سفارت دغه ترهګره حمله په کلکه وغندله.

د روسیې سفارت وویل ماسکو په  پریکنده توګه له ترهګرۍ سره مقابله کوي او د نړۍ له ټولو هیوادونو څخه غواړي چې په فعال ډول په دغه مبارزې کښې ګډون وکړي.

داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې د مزار شریف په تبیان مرکز باندې د حملې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.