د امریکا خلک په عراق برید غلطۍ ګڼي
زمونږ خبریال راپور راکړی د یوې نظرسنجې پایلې وايي، د امریکا اکثره خلک باوري دي چې په عراق باندې حمله کاملا غلطۍ وه.
په عراق باندې د امریکا د یرغل له شلو کلونو وروسته د اکسیوس او د ایپسوس موسسو د نظرسنجیو نتیجې د دې ښودنه کوي د امریکا یوشپیته فیصده خلک باوري دي په عراق باندې حملې هیڅ توجیه نه درلود.
دغه نظرسنجې وايي چې د امریکا خلک په نورو هیوادونو کښې د خپل هیواد له پوځي توان څخه د استفادې په هکله بدبینه دي.
د عراق د نیواک په وخت کښې د امریکا کابو پینځه زره پوځیان وژل شوي او د واشنګټن لپاره یې دوه زره میلیارډه ډالره مالي لګښتونه هم لرلي دي.
امریکا هیڅکله ونه توانیدله دا خبره ثابته کړي چې د عراق پخواني دیکتاتور صدام حسین ډلوژونکي وسلې لرلي دي ځکه چې هیڅ وسلې یې پیدا نکړې.
د امریکا یوازې شپږدیرش فیصده خلک په عراق باندې د واشنګټن د حملې ملاتړ کوي