په مصر کې د اقتصادي بحران دوام
په مصر کې د اقتصادي بحران له دوام سره، د دې هیواد ولسمشر چي د مرستو په تمه سعودي عربستان ته تللی و، خالي لاس قاهرې ته راستون شو.
السیسي د مصر ولسمشر څو ورځې مخکې د یوه نه اعلان شوی سفر په ترڅ کې عربستان ته ولاړ او د مصر د ولسمشر د ویاند په وېنا، السیسي د سعودی له ولیعهد سره، د یو شمېر مسایلو په هکله سلامشورې وکړې.
د مصر د ولسمشریزې ماڼۍ په اعلامیه کې په دغه هیواد کې د عربستان له لورې د پانګونو لپاره د السیسې د غوښتنو په هکله څه نه دي ویل شوي.
وال استریټ ژورنال لیکلي چي ریاض ته د السیسي له سفره د یوې اوونۍ په تېرېدو سره، لاس هم د سعودي د مرستو پته نه لګیږي او د مصر د حکومت خزانې لاهم خالې پاتې شوې دي.
عربستان او د فارس خلیج هیوادونو مصر ته خبرداری ورکړی چي یوازې د دې هیواد د ملې اسعارو د ارزښت د کمېدو او د دې هیواد په اقتصادي مدیریت کې د بدلون په صورت کې به ورسره مرسته وکړي.