جرمني د اوکراین په جنګ کښې لاسوهنو ته دوام ورکړی
تاس خبري اژانس راپور راکړی د جرمني دفاعي وزیر د اوکراین د جنګ په هکله د خپل هیواد د لاسوهونکو کړچارونو په دوام کښې وویل برلین تر هغه وخته چې ضروري وي کي یف ته وسلې استوي.
اروپايي او لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا د روسیې پرضد د بایکاټونو او د دباونو په زیاتولو او کي یف ته د ډول ډول سپکو او درنو پرمختللیو وسلو په استولو سره نه یوازې د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی بلکې له مخکې څخه زیات یې د جنګونو زیاتولو ته لمن وهلي ده.
د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس پرون ادعا وکړه په اوکراین کښې د جنګ په پلمه کي یف ته د وسلو د استولو بندول د اوکراین د ماتي په معنا دي.
د روسیې چارواکو او ځینو کارپيژاندو او لویدیځو رسنیو د اوکراین جنګ د روسیې او د لویدیځ ترمینځ د نورو په استازي توب جنګ بللی دی.