له خپلو انډیوالانو او ملګرو ملتو د امریکې د جاسوسۍ رسوايي
له خپلو متحدانو څخه د امریکې د جاسوسي رسوا کیدل په اول ځل په ۲۰۱۳ کال کښې څرګند شو خو اوس یې نور جزئیات په ډاګه شوي دي
ډای زیت جرمن خپرندوې او د دغه هیواد ای، آر، ډي حکومتي ټي وي چینل په یو رپورټ کښې د جرمني له دفاع وزارته د امریکې له جاسوسۍ پرده پورته کړه او ویې ویل: له خپلو اروپايي انډیوالانو څخه د امریکې د پراخې جاسوسۍ له ایشوا کیدو حتی یوه لسیزه وروسته د امریکې دفاع وزارت پينټاګان لاهم د الیکټرانک تجهیزاتو په کارولو سره د جرمني له دفاع وزارته جاسوسي کوي. د دغې جرمن رسنۍ اشاره په ۲۰۱۳ کال کښې د واشنګټن له انډیوالانو څخه د امریکې د ملي امنیت د آژانس د جاسوسۍ په هکله د ایډورډ سنوډن ایشواګرۍ ته ده.
له پينټاګان څخه د لیک شویو نویو اسنادو له مخې معلومه شوه چې د امریکې جاسوسۍ ادارو د جرمني او چین د پوځي چارواکو پټې خبرې اترې او مذاکرات اوریدلي دي.کومې خبرې چې جرمن چارواکي یې لا اندیښمن کړي دي هغه د دغو مذاکراتو محتوا نه ده بلکې د امریکې د جاسوسۍ او د خبرو اوریدو طریقه ده. د (ډیر محرمانه) عنوان چې د پينټاګان په لیک شویو اسنادو لیکل شوی دی، ښودنه کوي چې دغه معلومات د الیکټرانک تجهیزاتو له لارې راغونډ کړی شوي دي. دا په دې معنا دي چې د امریکې جاسوسي ادارې د جرمني د دفاع وزارت ایمیلونه جاجولي او یا یې د دغې وزارتخانې سیسټمونه او سایټونه هیک کړي دي.
البته د امریکې د جاسوسي ادارو د جاسوسۍ او اوریدو عملیات د واشنګټن تر دښمنانو او انډیوالانو محدود نه وو بلکې متحده ایالاتو حتی د ملګرو ملتو او د دغه سازمان له چارواکو څخه هم جاسوسي کړې ده. په دې لړ کښې د پينټاګان د محرمانه اسنادو له ایشوا کیدو وروسته معلومه شوه چې د امریکې حکومت د ملګرو ملتو په سرمنشي انتونیو ګوترش باندې له نزدې څخه څارنه او نظر لرلی او ورڅخه جاسوسي کوي او باوري دی چې د ملګرو ملتو سرمنشي د روسیې په وړاندې نرم درځ درلود او له حده زیاته ګروهنه لري چې د ماسکو ګټې پوره کړي.
امریکا له نورو هیوادونو څخه د جاسوسۍ اوږده مخینه لري. د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کښې د ډنمارک د راډیو او ټیلیویژن په نامه د دغه هیواد رسمي رسنۍ په یو رپورټ کښې ایشوا کړه چې د امریکې د ملي امنیت آژانس د ډنمارک د ارتباطي کیبلونو له لارې د جرمني د هغه وخت له صدراعظمې انګلا مرکل او د دغه هیواد له ولسمشر فرانک والټر اشټاین مایر او له داسې نورو جګ پوړو اروپايي چارواکو څخه جاسوسي کړې ده. د واشنګټن له اروپايي انډیوالانو څخه د امریکې د جاسوسي ادارو د جاسوسۍ ایشوا کیدل ښودنه کوي چې امریکا نه یوازې په خپلو انډیوالانو باندې هیڅ باور نه لري بلکې تل کوشش کوي چې د خبرو او د ټیلیفوني مکالمو د اوریدو له لارې د مهمو اروپايي هیوادونو د مشرانو او چارواکو د خبرواترو، پلانونو او اهدافو له جزئیاتو خبر شي.ګ
له خپلو متحدانو څخه د امریکې د جاسوسي رسوا کیدل په اول ځل په ۲۰۱۳ کال کښې څرګند شو خو اوس یې نور جزئیات په ډاګه شوي دي. په دغه کال د امریکې د ملي امنیت د اژانس یو پخواني کارکوونکي «ادوارد اسنودن» خپله د امریکې له خلکو او هم داشان د اروپايي هیوادونو له خلکو او چارواکو څخه د دغه اطلاعاتي ارګان پراخه جاسوسي په ډاګه کړه.
له اروپايي چارواکو د امریکې د ملي امنیت د آژانس د جاسوسي ایشوا کیدو د بروکسل او واشنګټن ترمینځ اعتماد ته سخت تاوان ورسوه. اروپايي چارواکي پوه شول چې امریکاې ورباندې نه یوازې باور نه لري بلکې د هغوي ټولې کړنې او خبرې هم په ځیر سره څاري. په دې لړ کښې څه موده مخکښې د فرانسې د سایبري دفاع د قومندانۍ مشر اروپايي هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې که د دغو هیوادونو په شبکو باندې د امریکې د سایبري دفاع د قومندانۍ د څارنې په بڼه کښې د واشنګټن له خوا د معلوماتو د راغونډیدو له خطر سره مخامخیږي. هغه ټینګار وکړ چې که اروپايي هیوادونه په دغو شبکو باندې د واشنګټن د سایبري دفاع ټیمونو ته د څارنې اجازه ورکړي نو د ځان خلاف یې د امریکې د جاسوسۍ رسک او خطر منلی دی. د فرانسې د دغه چارواکي یادې څرګندونې ښودنه کوي چې له خپلو اروپايي انډیوالانو څخه د واشنګټن جاسوسي، د سنوډن له ایشواګریو باوجود، لاهم دوام لري، لکه څنګه چې له جرمني او ملګرو ملتو څخه د امریکې د جاسوسۍ په هکله د پینټاګان ایشوا شوي محرمانه اسناد د دې مسئلې ښودونکي دي.