هندوستان کې د قومي شخړو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۴ تنو ته ورسید
د هندوستان مانیپور ایالت کې د قومي شخړو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۴ تنو ته ورسید او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو اندېښنې ښودل شوي.
هندوستان کې د قومي شخړو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۴ تنو ته ورسید
د هندوستان مانیپور ایالت کې د قومي شخړو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۴ تنو ته ورسید او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو اندېښنې ښودل شوي.
د رسنیو د را پورونو له مخې په یاده سیمه کې د قومونو ترمنځ د شخړو د مخنیوي په موخه زرګونه پوځیان رسیدلي، خو بیا هم تېره شپه تازه شخړي شوي دي.
ویل کیږي، په سیمه کې د حکومت له لورې انټرنیت او نور مخابراتي خدمتونه هم بند شوي، ترڅو د وضعیت په کنټرول کې ورسره مرسته وشي.
مانیپور د هند په شمال لویدیځ کې لیرې پروت ایالت دی چې د نور هند سره د تګ راتګ لپاره یوازې نرۍ لارې لري.
پدې ایالت څو لسیزې کیږي چې قومي شخړې دي او بیلتون غوښتونکي ډلې هم پکې فعالې دي.