د افغانستان لپاره د روسیې استازی:
د دوحې غونډې هیڅ ګټه ونه کړه
-
ضمیر کابلوف
د تاس خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان په چارو کښې د روسیې استازي ضمیر کابلوف وویل: کومه غونډه چې د روانې میاشتې په اوایلو کښې په دوحه کښې د افغانستان په هکله ترسره شوه، هیڅ نتیجه یې نه درلوده او په دغو خبرواترو کښې د لویدیځ دریځ رغنده نه و.
د افغانستان په چارو کښې د روسیې استازي څرګنده کړه چې د سیمې هیوادونه په افغانستان کښې ټول شموله حکومت غواړي خو لویدیځ وايي چې طالبان باید له هر څه مخکښې حقوقي مسائل حل کړي چې دغه کړنلاره رغنده نه ده.
هغه له دغې روسي رسنۍ سره په خبرو کښې، د دې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا د دوحې غونډې په افغانستان کښې د حالاتو د ښه کولو لپاره کوم ښه لرلید رامینځته کړی دی، وویل: نه، داسې ونه شول.
د روسیې دغه لوړرتبه ډیپلماټ څرګنده کړه چې روسیه د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوترش د هلوځلو هرکلی کوي، زیاته کړه: ګوترش هڅه وکړه چې د لویدیځ ویش شوي کیمپونه د افانستان په سره د سیمې له هیوادونو سره یوموټې کړی.
کابلوف د کړنلارو توپیر ته په اشارې سره وویل: د روسیې، چین، ایران او پاکستان په شان د سیمې او هم دماشان د مرکزي آسیا هیوادونه او هندوستان باوري دي چې وړومبیتوب باید په افغانستان کښې د یو پراخ بنسټه مشرتابه جوړل وي او د مشرۍ د یو دا ډول جوړښت رامینځته کول به په افغانستان کښې د ښځو د حقوقو په شان د نورو ډیرو مهمو مسائلو د هواري لامل وګرځي.
هغه زیاته کړه: په عین حال کښې مونږ هیڅ کله له ترهګرۍ او نشه ایزو موادو سره مقابله هیره نه کړو.
ضمیر کابلوف وویل: لویدیځو هیوادونو او امریکې د افغانستان ملي ګټې ولوټلې. هغه زیاته کړه: مونږ نن سبا نه شو کولې چې له امریکایانو او نورو لویدیځونو هیوادونو سره یوشان شو.
هغه زیاته کړه: د دوحې په غونډه کښې مونږ وویل، ترڅو چې دا ستونزه نه وي هواره شوې، تر هغې ستاسو پره نه شو کولې. دا مسائل حل کړئ نو بیا د نورو مسائلو په هکله بحث کیدې شي.
د دوحې غونډه د روانې غويي میاشتې په ۱۱ او ۱۲ نیټه د ملګرو ملتو د سرمنشي په کوربه توب او د سیمې او د لویدیځو هیوادونو او د امریکې په شتون سره ترسره شوه.