د روسیې د ولسمشر پوتین قدرت نور هم پیاوړی شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133266-د_روسیې_د_ولسمشر_پوتین_قدرت_نور_هم_پیاوړی_شوی
دویچه وله خبري اژانس راپور ورکړی د جرمني د جاسوسۍ ادارې بي این ډي مشر برونو کال(Bruno Kahl) وویل د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین واکمنۍ کمزوري نه ده شوي بلکې هغه په اوکراین کښې د جنګ د دوام لپاره کافي مهمات او تجهیزات لري.
(last modified 2023-05-23T05:16:18+00:00 )
May 23, 2023 09:43 Asia/Kabul
  • د روسیې د ولسمشر پوتین قدرت نور هم پیاوړی شوی

دویچه وله خبري اژانس راپور ورکړی د جرمني د جاسوسۍ ادارې بي این ډي مشر برونو کال(Bruno Kahl) وویل د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین واکمنۍ کمزوري نه ده شوي بلکې هغه په اوکراین کښې د جنګ د دوام لپاره کافي مهمات او تجهیزات لري.

برونو کال د امنیتي سیاست جوړونې په فیډرال اکیډمۍ کښې وویل د روسیې په نظام کښې هیڅ درز نه لیدل کیږي.

د جرمني د جاسوسۍ اداري بي این ډي مشر برونو کال نویو عسکرو ته په اشارې سره چې د روسیې په پوځ کښې ګمارل کیږي وویل ماسکو د اوکراین د جنګ د دوام لپاره کافي تجهیزات او مهمات لري او روسیه د دې جوګه ده چې تر اوږدې مودې پورې جنګ ته دوام ورکړي.

هغه وویل په اوکراین کښې د جنګ په  مدیریت باندې عمومي نیوکه یوازې د روسیې په ټولنه کښې عادي اختلاف دی او دغه چاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین پرضد هیڅ جدي ګواښ نه رامینځته کوي.

د جرمني د جاسوسۍ ادارې بي این ډي مشر برونو کال وویل که چیرې لویدیځ هیوادونه په منظم ډول د اوکراین ملاتړ ونکړي ممکنه ده چې د روسیې د  ولسمشر ولادیمیر پوتن د اوږدې مودې سټراټيژۍ دوام ومومي.

جرمني ، امریکا او نورو اروپايي هیوادونه اوکراین ته د وسلو او تجهیزاتو په استولو او د  کي یف په ملاتړ کولو سره په اوکراین کښې د جنګ د دوام او د جګړې د زیاتیدا سبب شوي دي.