لاوروف په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت په جوړولوټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134064-لاوروف_په_افغانستان_کې_د_ټول_ګډونه_حکومت_په_جوړولوټینګار_وکړ
لاوروف وايي چې د افغانستان د مسئلې په تړاو په جلا جلا چوکاټونو کې بېلابېل نړۍوال پلانونه لري، چې اوس دوی د افغانستان په تړاو د هوکړو د نهایي کولو او پلي کولو په حال کې دي.
(last modified 2023-06-07T06:26:33+00:00 )
Jun 07, 2023 10:50 Asia/Kabul
  • لاوروف په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت په جوړولوټینګار وکړ

لاوروف وايي چې د افغانستان د مسئلې په تړاو په جلا جلا چوکاټونو کې بېلابېل نړۍوال پلانونه لري، چې اوس دوی د افغانستان په تړاو د هوکړو د نهایي کولو او پلي کولو په حال کې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټينګار کوي، چې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت رامنځته کول، دغه هېواد د ترهګرۍ له ګواښونو، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او د غیرقانوني کډوالۍ د مخینوي لپاره مبارزې ته چمتو کولای شي.

لاوروف له خپل تاجیکستاني سیال سره په ګډه خبري غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د روسیې دپټو  پلانونو او سلا مشورو خبره کړې ده.

لاوروف وايي چې د افغانستان د مسئلې په تړاو په جلا جلا چوکاټونو کې بېلابېل نړۍوال پلانونه لري، چې اوس دوی د افغانستان په تړاو د هوکړو د نهایي کولو او پلي کولو په حال کې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل د افغانستان وضعیت ته ځانګړې پاملرنه شوې، موږ د افغانستان د وضعیت په تړاو په منظمه توګه له نږدې او په محرمانه ډول سلا مشورې کوو. په افغانستان کې د ترهګرۍ، ناقانونه کډوالۍ او د نشه‌يي توکو د قاچاق له ګواښونو سره د مقابلې لپاره له قومي او سیاسي اړخه د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو ته اړتیا ده.

بل خوا، د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین وایي، چې د مسکو او دوشنبې ګډې ارزونې ښيي چې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې د ترهګرو ډلو حضور زیات شوی دی.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو حضور ردوي او په دې تړاو د ګاونډیو هېوادونو اندېښنه بې بنسټه ګڼي، خو وایي، چې د دوی  د مشر له فرمان وروسته د مخدره توکو د جرړو د ایستلو لپاره جدي مبارزه پېل شوې ده.

په افغانستان کې د خطرونو د موجودیت په اړه د سیمې د هېوادونو اندیښنې په وروستیو کې زیاتې شوي، خو طالب رژیم یې په پرله پسې ډول ردوي.