په روسیې کې د داخلی خیانت شاهدان یوو
د روسیې ولسمشر د روسیې د پوځ او واګنر ځواګ ترمینځّ په تاؤتریخوالو په لومړني څرګند غبرګون کې ووئيل دغه هیواد له داخلی خیانت سره مخ شوی دی.
د و اګنر ډلې قوماندان یوګني پریګوژین د جمعې په ورځې له کومو شواهدو او مدرکونو وړاندې کولو پرته مدعی شو چې دروسیې پوځ د واګنر ځواک دوه زره کسان وژلي دي. پریګوژین همداراز د روسیې د یوې چورلکې د نسکورول خبر هم ورکړ.
فارس خبری آژانس راپور ورکړ، دروسیې ولسمششر ولادیمیر پوتین نن په ټیلیویژنی وینا کې د هغو اختلافاتو د څنګةکولو غوښتنه کړې چې ددښمنانو دناسمې استفادې سبب کیږي.
د روسیې ولسمشر په دغه وینا کې د واګنر ډلې ؛بغاؤت؛ د هغو ځواکونو له آرمان سره خیانت معرفي کړ چې په اوکراین جنګ کې ئې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روسیې ولسمشر ټينګار وکړ،زه د واګنر جنګیالیو ته خبرداری ورکوم ،تر هغه وخته چې روسیه له سخت جنګ سره لاس او ګریوان ده،د جنایتکارو بلاغوښتنو ته دې تسلیم نه شي، وسلوال بغاؤت له شا د خنجر ګوزار دی او مونږ به له ځانه دفاع وکړو. هغه په روسیې کې د اوسني بلوا منظمونکو دسیسې د شنډولو لپاره د لازمو دستوراتو صادریدا ته په اشارې سره په سختې لهجې سره خبرداری ورکړ،؛مونږ دغه وسلوال بغاؤت ته سخت ځواب ورکوو،په ماسکو او یو شمیر ولایتونو کې مو ترهه ګر ضد ادارو ته اعلان کړی دی ځیر دې ووسي او په روستوف کې دثبات دبیرته ستنولو لپاره به ځیني اقدامات وشي.
د روسیې ولسمشر د واګنر ځواک او ددوی د قوماندان د دریځونو او اقداماتو په محکومولو سره روښانه کړه،شخصي ګټې هیواد ته د خیانت سبب شوي او مونږ له هیواد او خپلو ښاریزو دفاع کوو،هرډول داخلی اړئ ګړئ د هیواد لپاره یو مرګونی ګواښ او د روسیې د ولس په مخ څپيړه ده.