د حضرت امام محمد باقر (ع)دشهادت تسلیت ومنئ
حضرت امام محمد باقر ع دخپل امامت په پړاوکې د اسلامی کلتور له خپرولو او تبلیغ ، د شاګردانو روزلو ، د اصحابو او خلکو مشری ، خلکو ترمینځ د خپل ګران نیکه حضرت محمد مصطفی (ص) د سنتونو اجرا کولو او د مشرۍ سمې کرښې ته د غاصب حکومت له متوجه کولو یوه شیبه هم غفلت ونکړ .
اسلامي ایران د نړۍ د شیعیانو د پینځم امام حضرت محمد باقر علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب دی .
نن د ۱۴۴۴ هجری قمری کال د ذی الحجه ۷ چی د ۲۰۲۳ میلادی کال د جون له ۲۶ نیټې سره برابر ده ، د نړۍ د شیعیانو د پینځم امام حضرت محمد باقر علیه السلام د شهادت د کلیزې غمجنه ورځ ده .
حضرت امام محمد باقر علیه السلام د خپل ګران پلار حضرت امام زین العابدین علیه السلام له شهادته وروسته نولس کاله او لس میاشتې د امامت درنده دنده ترسره کړه .
حضرت امام محمد باقر ع دخپل امامت په پړاوکې د اسلامی کلتور له خپرولو او تبلیغ ، د شاګردانو روزلو ، د اصحابو او خلکو مشری ، خلکو ترمینځ د خپل ګران نیکه حضرت محمد مصطفی (ص) د سنتونو اجرا کولو او د مشرۍ سمې کرښې ته د غاصب حکومت له متوجه کولو یوه شیبه هم غفلت ونکړ .

حضرت امام محمد باقر ع د ۱۱۴ هجری قمری کال د ذی الحجې په ۷ نیټه په ۵۷ کلنۍ کې د اموی خلیفه هشام بن عبدالملک په وسیله مسموم او شهید کړې شو .
د ایران راډیو اوټیلی ویژن اداره د حضرت امام محمد باقر علیه السلام د شهادت په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوی .