په نړۍ باندې د غربیانو واکمني په ختمېدو ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135698-په_نړۍ_باندې_د_غربیانو_واکمني_په_ختمېدو_ده
د ناروې په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د پوهنځی استاد اعلان وکړ چي په نړۍ کې د امریکا د ولکې په له مینځه تلو سره، د غربیانو نړیوال واک په ختمېدو دی.
(last modified 2023-07-14T05:02:16+00:00 )
Jul 14, 2023 09:23 Asia/Kabul
  • په نړۍ باندې د غربیانو واکمني په ختمېدو ده

د ناروې په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د پوهنځی استاد اعلان وکړ چي په نړۍ کې د امریکا د ولکې په له مینځه تلو سره، د غربیانو نړیوال واک په ختمېدو دی.

د ناروې د نړیوالو اړیکو د پوهنځی استاد کلن دییه سن له پرس ټي وي سره په مرکه کې وویل: فکر کوم چي اوسنۍ حالات ښودنه کوي چي د امریکا د ځواکمنتیا ۵۰۰ کلیز پړاو په ختمېدو دی، په دې خاطر د اوکراین جنګ له دې نه زیات چي د روسیې له امنیت سره تړاو ولري، د امریکا له زورواکی سره د مقابلې په معنا ده.

هغه زیاته کړه: د ناټو د ۳۰ کلنۍ پراختیا نه وروسته، چي د امریکا د قدرت او زورواکی په لړ کې رامینځ ته شوې، اوس د دې کتونکي یو چي روسیه دغه فوځي ځواک یې له ننګونې سره مخامخ کړی دی.

د ناروې د پوهنتون استاد جوته کړه: زه په اقتصادي ډګر کې هم ورته نظر لرم او په دې باور یم چي په دې خاطر دی چي امریکا په اقتصادي ډګر کې د چین په وړاندې یرغلیز چلند لري ځکه چي چین په اقتصادي ډګر کې امریکا ته ننګونه رامینځ ته کړې ده.

دییه سن د ځینو هیوادونو ترمینځ د ډالر پر ځای د ملی اسعارو کارولو ته په اشارې سره وویل کله چي له نړیوالو معاملاتو څخه ډالر لیري کړای شي نور به د امریکې له امپراطورۍ څخه هیڅ یوه نښه هم پاته نه شي.

د ناروی د پوهنتون دغه استاد وایي چي اوسنۍ نړیوال نظم چي په ړنګېدو دی امریکا او غربي هیوادونو ته زیات امتیازات ورکړي وه او په نورو هیوادونو کې یې ورته د لاسوهنې او په مختلفو پلمو سره د حکومتونو د ړنګولو لپاره زمینه برابره کړې وه.