د سومالیا په پلازمینې کې دوې چاودنې شوې
Jul 15, 2023 09:59 Asia/Kabul
د سومالیا په پلازمینې موګادیشو کې د دوو پرلپسې چاودونو د امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ایرنا له راپور سره سمو تېره شپه په موګادیشو کې دوې چاودنې شوې دي چي د امله لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او له پنځو تنو زیات ژوبل شوي دي، د دغو بریدونو مسئولیت د الشباب ترهګره ډله په غاړه اخیستې ده.
لومړۍ چاودنه د سومالیا د دفاع وزارت مخې ته شوې ده او دوهمه چاودنه د یو ځانمرګی له لورې شوې چي په کښې یو امنیتي چارواکی عبدی احمد وژل شوی دی.
الشباب ترهګره ډله القاعدې سره، فکري پېیلتیا لري او د ۲۰۰۷ میلادي کال راپه دېخوا د سومالیا د حکومت د ړنګولو لپاره کوښښ کوي.
ټیګونه