دډنمارک افراطیانو بیا  د قرآن کریم سپکاوی کړی
(last modified Wed, 26 Jul 2023 01:54:47 GMT )
Jul 26, 2023 06:24 Asia/Kabul
  • دډنمارک افراطیانو بیا  د قرآن کریم سپکاوی کړی

د سویډ او ډنمارک په دغو جنایتونو باندې په سترګو پټولو سره یوازې په محکومیّت بسنه کړې،البته مدعي شوی چې د بیان د آ زادۍ د ساتنې د مخصوصو قوانینو د درلودلو په دلیل ددغه شان کار خنډ نشي کیدلی.

له یوې  اونۍ هم په کم وخت کې  په ډنمارک کې یوې افراطي ډلې بیا د الهي او آسماني کتاب قرآن کریم سپکاوی کړی او مسلمانان هماغه راز په محکومیّتونو او د خولې په اعتراضونو بسنه  کوي.

همدغه شان غمیزه په سویډ کې هم په تیرې یوې میاشتې کې دوه ځله پيښه شوې ده .

ایرنا خبری آژانس راپور ور کړ،په ډنمارک کې د ؛ډنمارکیان وطن پالو افراطي ډلې  پنځو وګړو په یو ځاي  پرون په سټاکهم کې د مصر د سفارت په وړاندې د قرآن  کریم دیوې نسخې  سپکاوی کړی دی .چې دغې پیښې یو ځل بیا  د مسلمانانو غوسه او کرکه راپارولې ده او مصرهم بلاخره د ډنمارک سفیر خپل خارجه وزارت ته احضار کړی دی.

د سویډ او ډنمارک په دغو جنایتونو باندې په سترګو پټولو سره یوازې په محکومیّت بسنه کړې، البته مدعي شوی چې  د بیان د آ زادۍ د ساتنې د مخصوصو قوانینو د درلودلو په دلیل   ددغه شان  کار خنډ نشي کیدلی.

 

ټیګونه