د اسلامي همکاریو سازمان د قرآن د سپکاوی کوونکو په ضد د کارنده اقدام غوښتونکی شو
د اسلامي همکاریو سازمان په پرلپسې توګه د قرآن شریف د سپکاوی په غندلو سره، د هغو هیوادونو په ضد د اقدام غوښتونکی شو چي د قرآن سپکاوی کوي.
تېره ورځ د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په سوېډن کې سپېڅلې قران ته د بیا ځلې سپکاوی د امله یوه بېړنیزه غونډه تر سره کړه.
عراقي الاصل سوېډنی ښاریز سلوان مومیکا چي په لومړي ځل تیره میاشته کې د پولیسو په ملاتړ په سوېډن کې قرآن شریف ته اور اچولی وو، خپل دغه کار د دریم ځل لپاره تکرار کړ.
هغه دوې ورځې مخکې د دریم ځل لپاره د سوېډن د پولیسو له لورې په ورکول شوی جواز سره، د عراق د سفارت مخې ته قرآن شریف باندې پښه کښېښوده او بیا یې اور ورکړ.
د رای الیوم د ورځپاڼې له راپور سره سم، تېره ورځ د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه بېړنیزه غونډه کې د یوې اعلامیې په صادرولو سره اعلان وکړ چي د سوېډن او د ډنمارک له لورې د قرآن شریف سپکاوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۸۶ پریکړه لیک سره په ټکر کې دی.
یاده اعلامیه کې د مذاهبو او فرهنګونو تر مینځ د سوله ایز ژوند او د خبرو اترو په اهمیت ټینګار شوی او د افراط پالنې، کرکجنو او لمسوونکو اقداماتو غندنه شوې ده.
د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو همدارنګه د قرآن شریف سپکاوی کوونکو هیوادونو په ضد د اقتصادي بندیزونو او سیاسي بایکاټونو د لګولو په ضرورت ټینګار وکړ.