ملګري ملتونه: د سپېڅلو کتابونو سپکاوی د منلو وړ نه دی
د ملګرو ملتو ویاند څرګنده کړه چې مونږ په عراق او سویډن کې وروستۍ پېښې تعقیب کړي او ټینګار یې وکړ چې د سپېڅلو کتابونو سپکاوی د منلو وړ نه دی او ټول متقابل احترام ته اړتیا لرو.
د ملګرو ملتو ویاند څرګنده کړه چې مونږ په عراق او سویډن کې وروستۍ پېښې تعقیب کړي او ټینګار یې وکړ چې د سپېڅلو کتابونو سپکاوی د منلو وړ نه دی او ټول متقابل احترام ته اړتیا لرو.
سلګونو لاریوون کوونکو د بغداد په مرکز کې د سویډن پر سفارت برید وکړ او د سفارت دیوالونو ته یې اور ورته کړ له همدې امله په بغداد کې د سویډن سفارت په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د نن سهار د برید له امله دغه سفارت تړل شوی او خدمات یې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې د ملګرو ملتو ویاند سټیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ په سیمه ایز وخت په سویډن کې د قرآن کریم د پرله پسې بې حرمتیو او همداشان په بغداد کې د سویډن د سفارت د سوځولو او د عراق او سویډن ترمینځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د قطع کیدو په غبرګون کې خبریالانو ته وویل: د نورو شیانو تر څنګ، موږ د سویډن سفارت ته د مظاهره چیانو د ننوتلو او سوځولو په اړه اندیښمن یو.
د ملګرو ملتونو ویاند ټینګار وکړ: موږ متقابل احترام ته اړتیا لرو او دا ډېره څرګنده ده چې د سپېڅلو کتابونو او عبادت ځایونو ته سپکاوی د منلو وړ نه دی، خو له بده مرغه دا ډول کړنې له پېړیو راهیسې د پارونې لپاره کارول کېږي.
دوجاریک وویل: د خلکو لپاره د یو بل د دین درناوی کول اړین دي او خلک باید دې مسلو ته پام وکړي.
د قرآن کريم د سپکاوي په غبرګون کې په بغداد کې د سويډن پر سفارت د يو شمېر کسانو له بريد وروسته، نن د خپلې بېړنۍ غونډې په پای کې، د عراق حکومت يوه رسمي اعلاميه خپره کړه او په بغداد کې يې د سويډن له سفيرې مېرمن جيسيکا سوارډسټروم څخه وغوښتل، چې دغه هېواد پریږدي.