په آسټرلیا کې درې امریکايي سمندري پوځیان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137710-په_آسټرلیا_کې_درې_امریکايي_سمندري_پوځیان_وژل_شوي
په آسټرلیا کې د پوځي تمرینونو پر مهال د الوتکې غورځېدو په پېښه کې درې امریکايي پوځیان  وژل شوي دي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Aug 28, 2023 08:43 Asia/Kabul
  • په آسټرلیا کې درې امریکايي سمندري پوځیان وژل شوي

په آسټرلیا کې د پوځي تمرینونو پر مهال د الوتکې غورځېدو په پېښه کې درې امریکايي پوځیان  وژل شوي دي.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، د سرچینو د معلوماتو په حواله دا پېښه تېره ورځ د آسټرلیا ډاروېن ټاپو ته پر لاره د « ایم وي ۲۲» الوتکې د غورځېدو له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۲۰ نور سمندري پوځیان ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

یادو پوځیانو د (پرېډاټور ځغاستې) په نامه په هغو تمرینونو کې برخه اخیستې وه چې  د امریکا، اسټرالیا، فیلیپین، ختیځ تیمور او اندونیزیا ۲۵۰۰ پوځیان پکې ګډون لري.

په ورته مهال د آسټرلیا دفاع وزارت هم پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې ده.

د یادونې وړ ده چې دا په تېره یوه میاشت کې دویمه دا ډول پېښه ده چې په آسټرلیا کې رامنځته کېږي.

تر دې وړاندې څلور آسټرلیايي پوځیان د جولای په ۲۹ مه د کوېینز لینډ ساحل ته څېرمه د الوتکې غورځېدو په پېښه کې وژل شوي وو.