امریکا د نړۍ لپاره ترټولو ستر ایټمي ګواښ دی
د ین د دفاع وزارت ویاند د امریکې وژونکو ایټمي وسلو ته په اشارې سره واشنګټن د نړۍ لپاره ترټولو ستر ایټمي ګواښ وباله.
د ین د دفاع وزارت ویاند د امریکې وژونکو ایټمي وسلو ته په اشارې سره واشنګټن د نړۍ لپاره ترټولو ستر ایټمي ګواښ وباله.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د چین د دفاع وزارت ویاند وو کیان پرون وویل: امریکا وړومبنی هیواد دی چې یرغلیز ایټمي سیاست تعقیبوي او هم داشان د جنګي استعمال لپاره د ایټمي وسلو په برخه کښې پراخې پانګونې ته دوام ورکوي.
هغه څرګنده کړه: د چین د ایټمي ګواښ د ستر ښودلو لپاره د امریکې ادعاوې کومه نوې موضوع نه ده.
د چین دغه پوځي چارواکي زیاته کړې ده: امریکا د خپلې ایټمي ولکې د ساتلو لپاره آسیا او اوقیانوسیه سیمه په شخړو اخته کړې او د ایټمي جنګ له خطر سره یې مخامخ کړې ده.
په هم دې لړ کښې امریکې څه موده مخکښې خپل ایټمي اوبتل د جنوبي کوریا په سواحلو کښې ځاې پرځاې کړ.