په لویدیځ کې داسلام دښمنه اقدام دوام
سویډ او ډنمارک په وروستیو میاشتو کې د بیان د ازادۍ په پلمه څو ځله د اورپکو کسانو په وسیله د قران مجید د سپکاوی مجوز صادر کړ او په حقیقت کی د دغو هیوادونو په شنې اشارې او ملاتړسره د قران کریم سپکاوی او اسلام دښمنۍ هماغه راز دوام لري .
د لویدیځو هیوادونو د اسلام دښمنه سیاستونو په دوام کې د سویډ پولیسو د قران کریم د سپکاوی د مخنیوی لپاره د هڅې په دلیل ۱۵ کسان ونیول .
سوېډنی ښاریز سلوان مومیکاچي له دې مخکې په ځلونو د قرآن شریف سپکاوی کړی وو، دې ځل په وارنهمسټورګټ مالموسیمه کې چی پکې ګڼ شمیر مسلمانان ژوند کوي د قرا ن کریم سپکاوی وکړ خو د هغه دا اقدام د ډیرو اوسیدونکیو له اعتراض سره مخامخ شوی او څه دپاسه سلو معترضانو هغه په کاڼي اود اوبو بوتلې ویشتي دي . د اعتراضونو په زیاتیدا سره د سویډ پولیسو له مومیکا په ملاتړ کې څه د پاسه ۱۵ معترضان ونیول .
سویډ او ډنمارک په وروستیو میاشتو کې د بیان د ازادۍ په پلمه څو ځله د اورپکو کسانو په وسیله د قران مجید د سپکاوی مجوز صادر کړ او په حقیقت کی د دغو هیوادونو په شنې اشارې او ملاتړسره د قران کریم سپکاوی او اسلام دښمنۍ هماغه راز دوام لري .
په لویدیځو هیوادونو کې د اسلام دښمنۍ دوام په داسی حال کی دی چی دغه هیوادونه تل د بیان د ازادۍ ادعا کوي . په حقیقت کی لویدیځ هیوادونه په قصدی ډول د بیان د ازادۍ او ملنډې اومقدساتو ته د سپکاوی ترمینځ توپیر باندې سترګې پټوي . هغو د قران سوزولو لپاره ضروری مجوز صادر او له سپکونکی کس د بیان د ازادۍ په پلمه ملاتړ کوی ، په داسی حال کی چی په دغه سپکاوی په معترضو کسانو حمله او هغو وهي ټکوی او یا یې نیسي .
په حقیقت کی لویدیځ هیوادونه یوازې د هغې بیان ازادي خبره کوی چی د اسلام دښمنۍ او د مسلمانانو مقدساتو ته د سپکاوی په شمول د لویدیځ د نظر وړ وی او که داسی نه وی نو بیا ورسره سخت چلند کوی ، لکه چی اوس د سپکاوی کونکی کس د نیولو په ځای یې هغه کسان نیولي دي چی په هغه یې اعتراض کاوه .
د سویډ خارجه وزیر توبیاس څه موده وړاندی پر دې په اعتراف سره چی د اسلامي ضد کارونو ترسره کول یو وحشتناک کار دی ، وویل سټاک هوم له اسلامي هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی . هغه ادعا وکړه دغه هیواد هر ډول اسلام دښمنه اقدام په کلکه رد کړی او د قران کریم یا بل هر سپیڅلی کتاب سپکاوی بی احترامۍ بلل کیږی . د سویډ د ځینو چارواکو د خواشینۍ له څرګندولو سره سره د دغه هیواد حکومت مدعی دی چی د بیان له ازادۍ د ساتنې د ځانګړو قوانینو په اساس د دغه اقدام د ترسره کیدا خنډ نشی کیدلې .
د ملګروملتو د ویندوی مرستیال فرحان حق دې ته په اشارې سره چی دغه زشت او ناخوښ اقدام د مسلمانانو سپکاوی دی ، د انسان د یوه اساسی حق په توګه د بیان د ازادۍ د ساتلو په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل د سپیڅلیو کتابونو ، عبادت ځایونو او همداراز د مذهبي سمبولونو سپکاوی د منلو وړ ندې .
خو د لویدیځو هیوادونو دوه ګوڼه معیارونه یوازې په دغو موردونو کې نه محدودیږي . د هولوکاسټ او یا په یوکرین کې د اوسنی جنګ په بهیر کې د یوکرین په ګټه دریځ نیونو په شان موردونو کې د لویدیځو هیوادونو دریځونه ښی چی د دغو هیوادونو حکومتونه د هغو کسانو پرضد چی په دې زمینه کې نادوده او یا د دغو دولتونو له لیدتوګې سره توپیري دریځونه غوره کوي ، قضایی تعقیبونه کوی .