چین: امریکا دې د ساړه جنګ سوچونه پریږدي
Sep 05, 2023 04:10 Asia/Kabul
د چین د خارجه وزارت ویاند له امریکې وغوښتل چې د ساړه جنګ له ذهنیته لاس واخلي.
د ایرنا د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مائو نینګ پرون ویتنام ته د امریکې د ولسمشر جو بایډن راتلونکي سفر ته په اشارې سره وویل: امریکا دې د ختیځې آسیا له هیوادونو سره په اړیکو کښې د ساړه جنګ سوچونه له ذهنه وباسي.
هغه زیاته کړه: امریکا باید د هیوادونو د اساسي قوانینو خیال وساتي او هیڅ دریمګړی هیواد په نښه نه کړي.
مائو ټینګار وکړ چې واشنګټن ته نه دي پکار چې د ختیځې آسیا صلحه او ثبات په خطر کښې واچوي.
چین او ویتنام هغه دوه هیوادونه دي چې د غرونو او سیندونو له لارې په خپلو کښې نښتي دي او یوشان ولسي تبادلات، یوشان فلسفه او ورته لارې تعقیبوي.
ټیګونه