روسیې د اټومي وسلو په هکله امریکا ته خبرداری ورکړ
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل ماسکو به په بریتانیا کښې د اټومي وسلو د دیره کولو لپاره د امریکا له هر اقدلام سره مقابله وکړي.
هغې په انګلستان کښې د امریکا د اټومي وسلو د دیره کولو په هکله په خبرداري سره وویل روسیه دغه اقدام د تاوتریخوالي زیاتول ګڼي.
د امریکا هوايي ځواک په بریتانیا کښې په یوې هوايي اډې کښې د خپلو پوځيانو د دیره کولو لپاره پنځوس میلیونه ډالره بودجه بیله کړي ده.
د انګلستان د اټومي وسلو ضد ډلې هم د امریکا د دغه اقدام پرضد خپګان څرګند کړی دی.
دغه ډلې ویلي دي چې همدا اوس د امریکا په لسګونو بي یوشپیته ډوله اټومي بمونه په څلورو اروپايي هیوادونو بیلجیم ، جرمني ، هالینډ، ایټالیا او دغه راز په ترکیې کښې دیره دي.
امریکا د دنیا یوازنی هیواد دی چې تراوسه یې په جنګ کښې له اټومي بمونو د انسانو پرضد کار اخیستی او په جاپان هیواد کښې یې په سلګونو زره بې ګناه خلک وژلي هم وو.
روسیې په ځلونو په بیلا بیلو څرګندونو کښې د امریکا په مشرۍ لویدیځ هیوادونه او د روسیې په ګاونډ کښې د ناټو سلطه غواړې ګروهنې د اوکراین د کړکیچ اصلي عامل بللي دي.
امریکا د ناټو د دفاعي سټراټيژۍ د یوې برخې په توګه خپلې اټومي وسلې په اروپا او نورو هیوادونو کښې دیره کوي.
د دغو اټومي وسلو دقیق شمیر او ځایونه پټ ساتل شوي دي خو داسې فکر کیږي چې د امریکا کابو سل بي یوشپیته ډوله اټومي بمونه د ناټو په پینځو غړیو هیوادونو یعني بیلجیم ، جرمني ، ایټالیا ، هالینډ او ترکیې کښې دیره دي.
بل خبر دا چې د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په تیرې سه شنبې ورځ په ماسکو باندې د حملې لپاره د اسټرالیا له جوړو بې پایلوټه الوتکو د اوکراین د استفادې خبر ورکړ.
امریکا او لویدیځو هیوادونو تراوسه اوکراین ته د لسګونو میلیارډونو ډالرو په ارزښت ډول ډول وسلې او تجهیزات ورکړي دي چې دغه جنګ نور هم زیات کړي او روسیه کمزوري کړي.