روسیې د اټومي وسلو په هکله امریکا ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138124-روسیې_د_اټومي_وسلو_په_هکله_امریکا_ته_خبرداری_ورکړ
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل ماسکو به په بریتانیا کښې د اټومي وسلو د دیره کولو لپاره د امریکا له هر اقدلام سره مقابله وکړي.
(last modified 2023-09-06T06:57:16+00:00 )
Sep 06, 2023 06:43 Asia/Kabul
  • روسیې د اټومي وسلو په هکله امریکا ته خبرداری ورکړ

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل ماسکو به په بریتانیا کښې د اټومي وسلو د دیره کولو لپاره د امریکا له هر اقدلام سره مقابله وکړي.

هغې په انګلستان کښې د امریکا د اټومي وسلو د دیره کولو په هکله په خبرداري سره وویل روسیه دغه اقدام د تاوتریخوالي زیاتول ګڼي.

د امریکا هوايي ځواک په بریتانیا کښې په یوې هوايي اډې کښې د خپلو پوځيانو د دیره کولو لپاره پنځوس میلیونه ډالره بودجه بیله کړي ده.

د انګلستان د اټومي وسلو ضد ډلې هم د امریکا د دغه اقدام پرضد خپګان څرګند کړی دی.

دغه ډلې ویلي دي چې همدا اوس د امریکا په لسګونو بي یوشپیته ډوله اټومي بمونه په څلورو اروپايي هیوادونو بیلجیم ، جرمني ، هالینډ، ایټالیا او دغه راز په ترکیې کښې دیره دي.

امریکا د دنیا یوازنی هیواد دی چې تراوسه یې په جنګ کښې له اټومي بمونو د انسانو پرضد کار اخیستی او په جاپان  هیواد کښې یې په سلګونو زره بې ګناه خلک وژلي هم وو.

روسیې په ځلونو په بیلا بیلو څرګندونو کښې د امریکا په مشرۍ لویدیځ هیوادونه او د روسیې په ګاونډ کښې د ناټو سلطه غواړې ګروهنې د اوکراین د کړکیچ اصلي عامل بللي دي.

امریکا د ناټو د دفاعي سټراټيژۍ د یوې برخې په توګه خپلې اټومي وسلې په اروپا او نورو هیوادونو کښې دیره کوي.

د دغو اټومي وسلو دقیق شمیر او ځایونه پټ ساتل شوي دي خو داسې فکر کیږي چې د امریکا کابو سل بي یوشپیته ډوله اټومي بمونه د ناټو په پینځو غړیو هیوادونو یعني بیلجیم ، جرمني ، ایټالیا ، هالینډ او ترکیې کښې دیره دي.

بل خبر دا چې د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په تیرې سه شنبې ورځ په ماسکو باندې د حملې لپاره د اسټرالیا له جوړو بې پایلوټه الوتکو د اوکراین د استفادې خبر ورکړ.

امریکا او لویدیځو هیوادونو تراوسه اوکراین ته د لسګونو میلیارډونو ډالرو په ارزښت ډول ډول وسلې او تجهیزات ورکړي دي چې دغه جنګ نور هم زیات کړي او روسیه کمزوري کړي.