روسیې ته د شمالی کوریا د رهبر سفر او د امریکالالهاندي
د روسیې رسندویو نن سهار وختي د روسیې خاورې ته د شمالی کوریا د رهبر د ځانګړي ریل ګاډي د رسیدو انځورونه خپرۀ کړل.
کیم جونګ اون دروسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په خصوصي بلنې سره دغه هیواد ته سفر وکړ او د کرملیّن دچارواکو په وینا، ددواړو لورو لیده کاتۀ تمام او کمال لیده کاته وي. ډیرې په دې اند دي روسې ته دشمالی کوریا درهبر سفر دروټین او دهغه د معمولي سفرونو په چوکاټ کې ترسره شوی دی ،البته روسیې ته د کیم جونګ اون دغه روان سفر دوې مسئلې د لویدیځي ټولنو په تیره بیا دامریکا له نظره له ډیر اهمیّته برخمنې دي.
اول د اوکراین جنګ دی چې د لویدیځي ټولنو په ادعا دشمالی کوریا رهبر په روسیې باندې د وسلو د خرڅلاؤ او ولادیمیر پوتین هم له شمالی کوریا څخه دخپلو پوځي اړتیاؤ په تامینولو پسې دی. داسې چې د امریکا د وسلوال ځواک لوي درستیز جنرال مارک میلی په وینا،د روسې حکومت د اوکراین د جنګ لپاره له شمالی کوریا څخه دپوځي مرستې غوښته کړې ده . حتی هغه د روسې د سپکاوي لپاره له شمالی کوریا د ګدائۍ ټکي څخه هم استفاده کړې ده .
د نړیوالو مسئلو یو کارپوه سونګ ژونګ پينګ په دې باب وائي ،شاید دغه ډول چې امریکایان روسیې ته دشمالی کوریا د رهبر سفرتعقیبوي او دهغو لپاره حاشیې جوړوي،پخپله دغه سفر دومره اهمیّت ونه لري،خو لویدیځ په تیره بیا امریکا په روسیې د شمالی کوریا د وسلو د خرڅلاؤ په شمول دمختلفو ادعاګانو په مطرح کولو سره وارمخکې هڅه کوي،دیوه نفسیاتي جنګ او فضا په رامینځةکولو سره د ماسکو اوپيونګ یانګ ترمینځ د وسلو په باب د هر ډول احتمالی موافقې خنډشي.
امریکائي ټولنې ادعا کوي ،که له روسیې سره دپوځي مرستو دوړاندې کولو لپاره شمالی کوریا موافقه وکړي ،نو له دغو وسلو څخه په استفادې سریه له اوکراین سره د جنګ په ډګر کې څه خاص دپام وړ بدلون نشي رامینځةکولی.دغه شان وړاندیز او ادعاګانې د امریکایانو له خوا په دوو موخو سره مطرح کیږي،لومړۍ دا چې د شمالی کوریا وسلې به هم د اوکراین دجنګ په جبهو کې د روسیې په ګټه کوم سټراټژيک بدلون ونه لري او شمالی کوریا له داسې سټراټژيک اوپوځي توانه برخمن نه دی چې د هغو وسلو په باب یو ډول وړاند وینه ولري چې ممکنه ده ،شمالی کوریا ئې دروسیې په اختیار کې ورکړي.د روسیې دوهم سپکاوی، دشمالی کوریا وسلو ته د اړتیا او د اوکراین په جنګ کې د دوي دناکامۍ پریکندوالي له پلوه دی چې تل د شمالی کوریا د رهبر د سفر ټول سیاسی او پوځي تحلیلونه و موردونه، دقیقا دلویدیځ په وړاندې دختیځي بلاک همپالنې او اتحاد په پیاوړتیا دا مریکا داندیښنې له امله دي چې سوکه سوکه او په دوامدار ډول دختیځ په وړاندې د لویدیځ قدرت د ځوړتیا په حال کې دی.
په هرحال په دې باب د امریکایانو ټينګار چې روسیې ته دشمالی کوریا د رهبر سفرپه دقت سره په نظر کې لري،ښئ چې دغه سفر له دې زیات چې د روسیې لپاره مهم وي،د سپینې ماڼۍ لپاره ډير چټي مهم دی . دا په داسې حال کې دي چې ځیني د سمندری اوبتل د برخې پشمول د ځينو پوځي تجهیزاتو د مبادلې په باب ځیني ګمانونه،د پوځي ملګرتیاؤ په چوکاټ کې د ماسکو اوپیونګ یانګ لپارهیوه دوه اړخیزه عادی چاره کیدلی شي ، خو لویدیځي ټولنې د اوکراین جنګ ته د سفر په ارتباط ورکولو سره ددې لپاره د حاشیه جوړونې هڅه کوي څو په نفسیاتي او رسندوئي دباؤتو اودغه راز سیاسی شور ماشور سره د سفر په بریاؤ او نتیجو یو ډول منفي اغیزې وشیندي.
داپه داسې حال کې دي چې لویدیځ هماغه شان د روسیې اوشمالی کوریا او حتی د چین پشمول د ختیځي هیوادونو ترمینځ د اتحاد او ملګرتیا په پیاوړتیا هماغه شان اندیښمن دی . ددغو هیوادونو ترمینځ ځینو اختلافاتو، د شمالی کوریا،روسيې او حتی د چین ترمینځ د سټراټژيکو ملګرتیاؤ د پیاوړتیا په باب په لویدیځ کې تر یوه حده شکونه رامینځةکړي وو،خو د اوکراین بحران وښودله چې دختیځ د مناسباتو په باب دلویدیځ ارزونې اوتحلیلونه په بشپړ ډول یوه تیروتنه ده او روسیې ته دشمالی کوریا د رهبر سفر او د دوو اړخیزو مناسباتو په پیاوړتیا ټينګار دغه واقعیّت تائيدوي.