د چین او سوریې ترمینځ د ملګرتیا ۳ سندونه لاسلیک شول
پرون د چین او سوریې ترمینځ د ملګرتیا د دریو سندونو د لاسلیکیدو درستورې په هانګژو ښار کښې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو شي، جین پینګ او بشارالاسد په شتون سره ترسره شوې.
بشارالاسد په سوریې کښې د کورنۍ جګړې له پیلیدو وروسته په تیرو ۱۲ کالو کښې په اول ځل، وړمه ورځ په یوې دوه اړخیزې غونډې کښې د ګډون لپاره چین ته تلی دی.
په لاسلیک شویو موافقو کښې وړومبې سند د اقتصادي ملګرتیا یوه موافقه ده او په دویم سند کښې د سوریې او چین ترنیمځ د اقتصادي پراختیا په لړ کښې د تبادل او ملګرتیا لپاره د ګډ تفاهم یو یادداشت شامل دی.
په دې موقع د چین ولسمشر وویل چې بیجنګ د دوستانه اړیکو او ملګرتیا د پياوړتیا لپاره له دمشق سره د ملګرتیا غوښتونکی دی او دواړه هیوادونه د اړیکو د جوړولو او د سټراټیجک شراکت د اعلانولو لپاره پرمخ روان دي.
د سوریې ولسمشر هم له خپل چیني همربته سره په دغه کتنه کښې وویل: په نړیوال ډګر کښې له چین سره رغنده رول ته هیله مند یم او د چین په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې سره د بیجن د رول د کمزورې کولو لپاره د ځینو هیوادونو کوشش، مردود ګڼم.