له امریکا څخه د دوو روسي ډیپلوماټانو ایستل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139564-له_امریکا_څخه_د_دوو_روسي_ډیپلوماټانو_ایستل
 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دوه روسي ډیپلوماټان یې د نامشروع عناصرو په توګه پیژندلي او له دوی یې غوښتي چې له هیواده ووځي.
(last modified 2023-10-06T22:33:46+00:00 )
Oct 07, 2023 03:02 Asia/Kabul
  • له امریکا څخه د دوو روسي ډیپلوماټانو ایستل

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دوه روسي ډیپلوماټان یې د نامشروع عناصرو په توګه پیژندلي او له دوی یې غوښتي چې له هیواده ووځي.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دوه روسي ډیپلوماټان یې د نامشروع عناصرو په توګه پیژندلي او له دوی یې غوښتي چې له هیواده ووځي.

پر اوکراین د روسیې له پوځي برید وروسته د لوېدیځ او مسکو ترمنځ روانه دیپلوماتیکه جګړه د دې لامل شوې چې یو شمېر لویدیځ هېوادونه د روسیې سفیران وباسي، دا هغه عمل دی چې د مسکو لخوا بې ځوابه پاتې شوی.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ: د روسیې له خاورې څخه د دوو امریکايي ډیپلوماټانو د شکمن شړلو په غبرګون کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پریکړه کړې چې د امریکا له خاورې څخه د دوو روسي ډیپلوماټانو د ناغوښتونکي عناصرو په توګه شړل شي.

تېره میاشت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دوه امریکايي ډیپلوماټان یې د نامشروع عناصرو په توګه پېژندلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغو دوو امریکايي ډیپلوماټانو په غیر قانوني کړنو کې لاس درلود او د "رابرت شونوف" په نوم له یوه روسي تبعه سره یې اړیکې درلودې چې له بهرنیو هېوادونو سره په کار کولو تورن دی.