د نایجریا شیعه مشر سبا تهران ته راځي
د نایجیریا د شیعه ګانو مشر "شیخ ابراهیم زکراکي" به سبا چهارشنبه تهران ته راشي.
د نایجیریا د شیعه ګانو مشر "شیخ ابراهیم زکراکي" به سبا چهارشنبه تهران ته راشي.
په ټولنیزو رسنیو کې د خپره شویو معلوماتو له مخې، د تهران د پوهنتونونو د محصلینو یوه ډله به د افریقایي شیعه مشر هرکلی وکړي.
ابراهیم زکزاکي په نایجیریا کې د شیعه ګانو مشر دی چې د ایران د اسلامي انقلاب او حضرت امام خمیني (رح) تر اغیز لاندې یې شیعه مذهب ته مخه کړې او د نایجیریا د اسلامي غورځنګ په چوکاټ کې یې په دغه او ګاوندي هېوادونو کې ۳ سوه اسلامي مدرسې جوړي کړي.
نوموړي دغه راز شیعه ګانو ته د مالي، طبي او تعلیمي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خیریه موسسې هم جوړې کړې دي.
د نایجریا د شیعه ګانو مشر په ۲۰۱۵ کال کې د زاریا په ښار کې د حسینیه بقیة الله (عج) په زیارت باندې د دغه هیواد د پوځ د حملې په مهال ونیول شو او زندانی شو.
هغه او میرمن یې د 2021 کال د جولای په 28 کې د شپږو کلونو د کور نظربندۍ او زندان وروسته له ټولو تورونو څخه برائت او خوشې شول.