له نیجر څخه د فرانسوي ځواکونو د وتلو پیل
Oct 10, 2023 12:44 Asia/Kabul
له نیجر څخه د فرانسوي ځواکونو وتل پیل شول.
وروسته له هغه چې د نایجر پوځي شورا له دغه هېواده د فرانسې د سفیر سلویان ایتا د شړلو امر وکړ، د فرانسې د پوځ مرکزي دفتر اعلان وکړ چې د فرانسې پوځ به ډېر ژر له نایجر څخه وتل پیل کړي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د فرانسې پوځ د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې له نیجر څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو بهیر پیل شوی دی.
د نیجر پوځي شورا په یوه بیان کې تایید کړه، چې له فرانسوي لوري سره د لیدنو او اړیکو په تعقیب، له نایجر څخه د دې هیواد د ځواکونو د وتلو مهال ویش د دوه اړخیزې موافقې له مخې وټاکل شو."
په نیجر کې د میشتو یو نیم زره فرانسوي سرتیرو ایستل په داسې حال کې چې فرانسوي ځواکونه مخکې له مالي او بورکینا فاسو څخه وتلو ته اړ شوي وو.
ټیګونه