روسیې د فلسطین د ملت په حقوقو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i140078-روسیې_د_فلسطین_د_ملت_په_حقوقو_ټینګار_وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره په ټیلي فوني خبرو کښې د فلسطین د ملت له حقوقو په ملاتړ کښې د ماسکو په دریځ ټینګار وکړ.
(last modified 2023-10-16T21:54:30+00:00 )
Oct 17, 2023 02:21 Asia/Kabul
  • روسیې د فلسطین د ملت په حقوقو ټینګار وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره په ټیلي فوني خبرو کښې د فلسطین د ملت له حقوقو په ملاتړ کښې د ماسکو په دریځ ټینګار وکړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس بیګا په ټیلي فوني خبرو کښې د فلسطین د وروستیو بدلونو او په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو د بندولو لپاره د ترسره شویو هڅو په اړه غور وکړ.

ولادیمیر پوتین په دغو ټيلي فوني خبرو کښې د جنګونو د بندیدا ، د غزې تړانګې خلکو ته د بشر دوستانه مرستو د رسولو او د فلسطین د باندې سیمو ته د غزې تړانګې د وسیدونکو په زور د کوچولو د مخنیوي په اهمیت ټینګار وکړ.

هغه دغه راز په یوه سیم ئیز جنګ باندې د  فلسطین او د اسرائیلو د جنګونو د بدلیدا په هکله خبرداری ورکړ.

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس هم په دغو خبرو کښې په غزې تړانګې کښې په خلکو، په ملکي فلسطیني وګړو باندې د حملو د بندولو او د طبي او د خوراکي مرستو د رسولو لپاره د امنه لارو د رامینځته کولو او د اوبو او د بریښنا د تامینولو پرضرورت ټینګار وکړ.