د عربستان او چین ګډ پوځي مشقونه پيل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i140516-د_عربستان_او_چین_ګډ_پوځي_مشقونه_پيل_شول
د عربستان او چین پوځي یونټونو خپله ګډه مانوره پيل کړې ده
(last modified 2023-10-25T23:44:21+00:00 )
Oct 26, 2023 04:05 Asia/Kabul
  • د عربستان او چین ګډ پوځي مشقونه پيل شول

د عربستان او چین پوځي یونټونو خپله ګډه مانوره پيل کړې ده

د ایسنا د خبر له مخې، دغه ګډ سمندري مشقونه «د ۲۰۲۳کال د اوبو توره» په نامه پرون د چین د جنوبي ولایت ګوانګ دونګ په ژان جیانګ ښار کښې پيل شول او په کښې د عربستان د ځانګړو ځواکونو یونټونه او د چین پ،ځ د ځمکنیو عملیاتو، رسا نښه ویشتنې او همداشان د یرغمل شویو د راخلاصولو په شمول یولړ مهارتونه زده کړي.

له دې مخکښې په ۲۰۱۹ کال کښې هم په هم دې نامه د چین او عرسبتان ګډ سمندري مشقونه ترسره شوي وو چې د جدې ښار په ملک فیصل سمندري اډه کښې یې درې اونۍ دوام کړی و.

د ویلو ده چې د عربستان په شمول د فارس خلیج د څنډې له عربو هیوادونو سره د چین اړیکې په دې وروستیو کلونو کښې پراخې شوې دي.