له اوکراین د ملاتړ بودجه په ختمیدا ده
Nov 05, 2023 02:29 Asia/Kabul
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پي یر(Karine Jean-Pierre) وویل اوکراین ته د پوځي او د مالي ملاتړونو د کڅوړو د استولو لپاره د امریکا بودجه په ختمیدا ده او له ولسي جرګې کانګرس یې وغوښتل چې د ډیرو سرچینو د بیلولو لپاره د واشنګټن له غوښتنې سره موافقت وکړي.
هغې وویل د امریکا دفاع وزارت پینټاګان د اوکراین لپاره د ملاتړ یو نوی پکیج اعلان کړی دی چې ارزښت یې څلور سوه پینځویشت میلیونه ډالره دی.
په تیرو میاشتو کښې د امریکا ولسمشر جوبایډن له ولسي جرګې کانګرس غوښتي دي چې له اوکراین سره د کابو سل میلیارډه ډالرو په ارزښت د مرستو وړاندیز تصویب کړي.
ټیګونه