د ایران او ازبکستان د اړیکو سویه دې لا لوړه شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141268-د_ایران_او_ازبکستان_د_اړیکو_سویه_دې_لا_لوړه_شي
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل د ایران او ازبکستان لپاره د ملګرتیا د سوئې لالوړتیا لپاره هدف ټاکنه ضروري ده.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 09, 2023 09:38 Asia/Kabul
  • د ایران او ازبکستان د اړیکو سویه دې لا لوړه شي

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل د ایران او ازبکستان لپاره د ملګرتیا د سوئې لالوړتیا لپاره هدف ټاکنه ضروري ده.

ایرناخبری آژانس  راپورورکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  ابراهیم ریئسي   چې د اکو موسیسې په شپاړسمې سرمشریزې کې د

ګډون لپاره تاشکند ته تلیی ،نن  ئې  دازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په کتنې کې د دواړو هیوادونو ترمینځ  دموافقوداجرائي کیدا په بهیر په تیره بیا  په آئي ټي ،تجارت ،ټرانسپورټ او مالی اوبانکي  مسئلو  په چارو د رضایت په څرګندولو سره،په نوموړو حوزو کې  د ملګرتیاؤ د سوئې  دلازیاتې لوړتیا لپاره د هڅې او هدف ټاکنې په ضرورت ټینګار وکړ.

هغه  په دوام کې  له اسلامی هیوادونو، ګاونډیو او همغږه  هیوادونو سره  د سیاسی  او  اقتصادی  معاملاتو  پراختیا   د ایران د اسلامی  جمهوریت د بهرنی سیاست یو اصلی لومړیتوب وبالۀ او له همغږه  هیوادونو سره  داړیکو د آسانولو لپاره ئې په زمینه جوړونې کې د سیمه ایزو اورګانونو د ځائيګی اهمیّت ته په اشارې سره له دغو موسیسو او اورګانونون  ظرفیته  داستفاده ، دخپل مینځیو  مناسباتو او تعاملاتو  د پیاوړتیا لپاره  ضروري وبلله.

د ازبکستان  ولسمشر شوکت میرضیائف  هم په دغې کتنې کې د ایران او ازبکستان تریمنځ دمناسباتو او ملګرتیاؤ د پیاوړتیا  په ضرورتټینګار او په تاشکند کې دایران  د نوښتونو د کوټې په پرانیستې قدرونه  وکړه او دائې  د ایران داسلامی جمهوریت  له بریاؤ،ظرفیّتونو او تجروبو سره  د دغه هیواد اقتصادي  فعالانو د لازیاتې بلدتیا سبب وبالۀ.