د روسیې ولسمشر له هیوادونو سره خبرو ته چمتو دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کریملین ماڼۍ ویاند له نورو هیوادونو سره د خبرو لپاره د روسیې د ولسمشر د چمتووالي خبر ورکړ.
په تیرو میاشتو کښې له اوکراین څخه د لویدیځو هیوادونو ملاتړ پیکه شوی دی.
د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې سیاسي ګوندونه د واشنګټن لخوا د کي یف د مالي تامینولو په هکله له شخړې سره مخ دي او د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو ځینو مشرانو هم له اوکراین څخه خپل پوځي ملاتړونه بند کړي دي یا یې اعتراف کړی دی چې د اوکراین له جنګ څخه ستړي شوي.
د کریملین ماڼۍ ویاند دمیتري پسکوف وویل : د روسیې د حکومت او د ولسمشر ولادیمیر پوتین دریځ له نورو هیوادونو سره خبرې کول او تعامل دی.
دمیتري پسکوف د جرمني د صدر اعظم اولاف شولتس څرګندونو ته په غبرګون کښې چې ویلي وو زه د روسیې له ولسمشر پوتین سره سلامشورې ته چمتو یم وویل ولسمشر ولادیمیر پوتین تل خبرې قبلوي خو دغه اقدام باید رغنده وي نه یوازې له مینځ څخه تشې خبرې.
هغه وویل حاضردمه د روسیې ګټې په جنګ کښې دي خو ممکنه ده د وخت په تیریدا سره دغه دریځ بدل کړي.