د روسیې د ولسمشر لخوا پر لویدیځو هېوادونو نیوکې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141706-د_روسیې_د_ولسمشر_لخوا_پر_لویدیځو_هېوادونو_نیوکې
د روسیې ولسمشر د لوېدیځ شتمني د بې عدالتۍ پر بنسټ ګڼي.
(last modified 2023-11-17T21:00:07+00:00 )
Nov 18, 2023 01:28 Asia/Kabul
  • د روسیې د ولسمشر لخوا پر لویدیځو هېوادونو نیوکې

د روسیې ولسمشر د لوېدیځ شتمني د بې عدالتۍ پر بنسټ ګڼي.

د روسیې ولسمشر د لوېدیځ شتمني د بې عدالتۍ پر بنسټ ګڼي.

د ایرنا د راپور له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ د سنټ پیترزبورګ په نهمه نړیواله کلتوري غونډه کې وویل د لویدیځې نړۍ شتمني د بې انصافۍ، د استعمار او غلامۍ په میراث کې ده.

پوتین د روسیې د کلتور د له منځه وړلو لپاره د لوېدیځ هڅو ته په اشارې سره وویل، دا ډول کړنې له ناکامۍ سره مخ دي او دا ډول سیاست یې د کلتور ضد او توکمپالنه ګڼلې ده.

هغه دغه راز د څو قطبی نړۍ نظریه غوره وبلله او زیاته یې کړه: روسیه د څو قطبی نړۍ د جوړولو لپاره همکارۍ ته چمتو ده.

پوتین د خپلې وینا په یوه بله برخه کې ټینګار وکړ: په غزه کې دا مهال وحشتناکې پېښې رامنځته کېدونکي دي.

د روسیې ولسمشر په غزې کې اوسنیو حالاتو ته په اشارې سره وویل چې په دې سیمه کې د بیارغونې د پروژو د پیل لپاره مناسب شرایط نشته.

د سينت پيترزبورګ نهمه نړيواله کلتوري غونډه د پنجشنبې په ورځ په دغه ښار کې د ملګرو ملتونو د کلتوري فورم په شعار سره پرانيستل شوه.

په دغه درې ورځنۍ غونډه کې د ایران د اسلامی جمهوریت او د څه د پاسه څلویښتو نورو هیوادونو استازی ګډون لري.