د اوکراین ولسمشر له کاره لیرې کیږي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان د مشر پخواني سلاکار« ډاګلاس میک ګرګور» ایشوا کړه د ناټو د غړیو هیوادونو ځینو مشرانو د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي څخه غوښتي دي چې سولې ته د رسیدا لپاره له خپلې څوکۍ څخه څنګ ته شي.
هغه وویل زه فکر کوم چې په خصوصي خبرو کښې د اوکراین ولسمشر زلنسکي ته ویل شوي دي چې هر څه ختم شوي او باید د نفس په عزت سره له خپلې څوکۍ څخه څنګ ته شي.
مک ګرګور دې ته په اشارې سره چې د اوکراین ولسمشر زلنسکي څنګ ته کیدا ته ګروهنه نلري یادونه وکړه لویدیځ هیوادونه نیت لري یو بل کس د اوکراین د اوسني ولسمشر ځاې ناستی کړي چې وکولای شي له روسیې سره د سولې خبرې پیل کړي.
په همدې لړ کښې د اوکراین پخواني لومړي وزیر «نیکولای ازاروف» وړمه ورځ له «ایزویستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کښې دغه حقیقت ته په اشارې سره چې د اوکراین چارواکي د لویدیځو هیوادونو لاسپوڅي دي وویل کي یف به د سولې د خبرو اترو د پیلولو لپاره د لویدیځو هیوادونو د موافقت په تمه وي.
هغه وویل که چیرې امریکا د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو اجازه ورکړي نو دغه خبرې کیږي ګڼي جنګ به دوام ولري.