پولیس په نیویورک د فلسطین پلویان نیولي دي
Nov 30, 2023 12:39 Asia/Kabul
تېره شپه د امریکې په نیویورک ایالت کې د پولیسو ځواکونو په یوه عملیات کې د فلسطین ګڼ شمېر پلویان نیولي دي.
د اې بي سي نیوز له راپور سره سم، تېره شپه په سلګونو کسانو د نیویورک ایالت په منهتن ښار کې د فلسطین د بیرغ په رپولو سره، د راکفلر په لورې لاریون کول چي د پولیسو له خوا ورباندې چاپه ووهل شوه.
د نیویورک پولیسو د مظاهره کوونکو سره نښته کړې او یو شمېر کسان یې هم له فلسطین څخه د پلوی په جرم نیولي دي.
دا په داسي حال کې دی چي امریکا ځان د ډیموکراسۍ او د بشري حقوقو مدافع هیواد بولي خو له بلې خوا بیا د فلسطین له پلویانو سره سخت چلند کوي نیسي او بندیان کوي.