امریکا له چین سره په سیالۍ کښې ماتي خوړلي ده
Dec 03, 2023 12:49 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا دفاع وزارت پینټاګان د چین له پوځي صنعت سره په سیالۍ کښې د واشنګټن په ماتي اعتراف وکړ.
«پولیټکو »مجلې نن د امریکا د ملي دفاع د نوي صنعتي سټراټيژۍ په هکله د یوې مسودې په نسخې باندې استناد سره راپور ورکړ د امریکا شرکتونه د نړۍ بازارونو ته د ځواب د ویلو لپاره د وسلو په چټک ډول د تولیدولو جوګه نه دي او په مقابل کښې چین په زیات ګړندوالي سره د نړۍ په صنعتي قدرت بدل شوی دی.
د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان د نوي راپور مسودې خبرداری ورکړ چې د امریکا دفاعي صنعت د وسلو په سیالۍ کښې د پوځي تولیداتو د کمښت او سرعت ته د رسیدا لپاره د چین په شان له سیالانو ماتي خوړلي ده.
د دغه راپور پراساس د امریکا د ملي دفاع لومړۍ صنعتي سټراټيژۍ ټاکل شوي ده چې راتلونکي اونۍ د دفاع وزیر د مرستیال ویلیم لاپلانټ لخوا خپره شي