په سوېډن کې د فلسطین په ملاتړ کې لاریون شوی
Dec 04, 2023 03:59 Asia/Kabul
د سوېډن په ګوتنبرګ ښار په زرګونو کسانو له غزې څخه په ملاتړ کې لاریون کړی دی.
د المیادین له راپور سره سم، مظاهره کوونکو د فلسطین د بیرغ په رپولو سره، په غزې کې د صهیونیست رژیم د جنایاتو په غندنه کې شعارونه ورکړي دي.
په سوېډن کې لاریونوالو د عامه وژنو او د فلسطینیانو د نسل د ختمولو په جرم باندې د صهیونیستي چارواکو د محاکمې غوښتونکي شول.
دا مظاهرې په داسي حال کې تر سره کیږي چي په اکثرو اروپایي هیوادونو کې له فلسطین څخه په ملاتړ کې لاریون ممنوع ګرځول شوی دی.