بې پولې ډاکټرانو پر اسرائیلي رژیم باندې د فشار غوښتونکی شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i142658-بې_پولې_ډاکټرانو_پر_اسرائیلي_رژیم_باندې_د_فشار_غوښتونکی_شو
د بې پولو ډاکټرانو نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په صادرولو سره، په غزې کې پر خلکو باندې د بریدونو د بندولو په موخه پر صهیونیسټي رژیم باندې د نړیوالو فشارونو غوښتونکی شو.
(last modified 2023-12-05T08:03:53+00:00 )
Dec 05, 2023 09:53 Asia/Kabul
  • بې پولې ډاکټرانو پر اسرائیلي رژیم باندې د فشار غوښتونکی شو

د بې پولو ډاکټرانو نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په صادرولو سره، په غزې کې پر خلکو باندې د بریدونو د بندولو په موخه پر صهیونیسټي رژیم باندې د نړیوالو فشارونو غوښتونکی شو.

په فرانسې کې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان مرکزي دفتر په ټوییټر کې ولیکل:  پر غزې باندې د اسرائیلي رژیم بریدونه باید همدا اوس بند شي! موږ د نړۍ له ټولو هېوادونو څخه غواړو چي پر اسرائیلو باندې فشار راولي، څو د غزې پر خلکو باندې بریدونه بند  او محاصره ختمه کړي.

بې پولې ډاکټرانو د دې په بیانولو چي د اسرائیلي رژیم هراړخیز بریدونه یوازې پر حماس نه ترسره کېږي، اعلان وکړ چي موږ د بشریت د اساسي اصل د ښکاره رسوایۍ کتوونکي یو.

دغه سازمان زیاته کړه چي د اسرائیلي رژیم بریدونه د ټولې غزې د خلکو پر ضد دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ټینګار وکړ چي حتی جنګونه هم قانون لري. لیکن اسرائیل په خپل پوځي نظریې کې پر هغوی سترګې پټې کړي دی. د غزې شمال له نقشې څخه په محوه کېدو دی.

تر دې دمه د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کې په غزې کې کابو ۱۶ زره ملکي وګړې شهیدان شوي، چي له ۶ زرو څخه زیات ماشومان دي.

همدارنګه ۳۳ زره ملکیان ټپیان شوي چي ۹ زره یې ماشومان دي.

خو لاهم د نړۍ د سترګو پر وړاندې او د غربیانو په تېره بیا د امریکې په ملاتړ سره، صهیونیسټي رژیم په غزې کې د فلسطینیانو د پوره نسل د ختمولو په هدف د خلکو پر کورونو، پناه ځایونو، ښوونځیو او حتی روغتونو باندې بمباریو ته دوام ورکوي.