افغانستان دې له نړیوالې ټولنې څنګته نه کړې شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i142704-افغانستان_دې_له_نړیوالې_ټولنې_څنګته_نه_کړې_شي
د چین د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ چې بیجنګ تل په دې باوري دی چې افغانستان دې له نړیوالې ټولنې جلا او یوازې نه کړې شي.
(last modified 2023-12-05T23:29:06+00:00 )
Dec 06, 2023 03:57 Asia/Kabul
  • افغانستان دې له نړیوالې ټولنې څنګته نه کړې شي

د چین د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ چې بیجنګ تل په دې باوري دی چې افغانستان دې له نړیوالې ټولنې جلا او یوازې نه کړې شي.

د ایرنا د خبر له مخې د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ ونین پرون په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت په هکله وویل: مونږ هیله لرو چې دغه حکومت د نړیوالې ټولنې اندیښنو ته په پام سره، د معتدلو او باثباته کورنیو او بهرنیو سیاستونو د اجرا په لړ کښې یو خلاص او هراړخیز سیاسي جوړښت رامینځته کړي ترڅو له نړیوالې ټولنې څنګته نه کړې شي.

د چین د خارجه وزارت ویاند همداشان وویل: که مختلف لوري د خپلو اندیښنو په اړه یو مناسب ځواب ترلاسه کړي نو په رسمیت د طالبانو د حکومت پيژندل به یو طبیعي کار وي.

وانګ ونین په بیجنګ کښې د طالبانو د حکومت د سفیر د منلو په اړه وویل: چین له کابله غوښتي دي چې په افغانستان کښې له ټولو ترهګرو سره په پریکنده توګه مبارزه وکړي او د نړۍ له ټولو هیوادونو په تیره بیا ګاونډیانو سره غږمله ووسي ترڅو په اولني فرصت کښې په نړیوالې ټولنې کښې ادغام شي.