ملګرو ملتونو په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې انروا مشر د جمعې په ورځ د څرګندونو پر مهال په غزه کې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه وکړه.
د ایرنا د را پور له مخې؛ فیلیپ لازاریني په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو پر ټولو غړو هېوادونو غږ کړی چې د بشردوستانه اوربند د عملي کولو لپاره سمدستي اقدامات وکړي.
په فرانسه کې د MSF سازمان مشر کریسټوفر لاکیر هم د جمعې په ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د بشپړ اوربند او د محاصرې پای ته رسولو لپاره د عمل نشتوالی د بخښنې وړ نه دی.
هغه زیاته کړه: د غزې په اړه د امنیت شورا د اقدام نشتوالی د دې سیمې د خلکو په وژلو کې لاس لرلو په معنا دی.
هغه وویل: موږ د امنیت شورا له غړو څخه غوښتنه کوو چې اسراییل دې ته اړ کړي، ترڅو سمدستي اوربند عملي او د غزې محاصره پای ته ورسوي.
په همدې حال کې په غزه کې د بشري وضعیت د خرابیدو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره، اروپایي کمیسیون د جمعې په ورځ د غزې په تړانګه او لویدیځه غاړه کې د بشري سازمانونو سره د مرستې لپاره 125 میلیون یورو ځآنګړې کولو اعلان وکړ.