په غزې کې د سولې لړلید تیاره دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143000-په_غزې_کې_د_سولې_لړلید_تیاره_دی
د اروپایي اتحادیې د خارجه سیاست مسئول په غزې کې د اوربند لپاره د امنیت شورا د پرېکړه لیک له نه تصویبېدو څخه د خفګان په ښودلو سره، خبرداری ورکړ چي په غزې کې د سولې هیڅ درک نه لګیږي.
(last modified 2023-12-11T05:35:17+00:00 )
Dec 11, 2023 10:04 Asia/Kabul
  • په غزې کې د سولې لړلید تیاره دی

د اروپایي اتحادیې د خارجه سیاست مسئول په غزې کې د اوربند لپاره د امنیت شورا د پرېکړه لیک له نه تصویبېدو څخه د خفګان په ښودلو سره، خبرداری ورکړ چي په غزې کې د سولې هیڅ درک نه لګیږي.

د ایرنا له راپور سره سم، د اروپایې اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل د یادې اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل:  په امنیت شورا کې اروپایي هیوادونو په غزې کې د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له لورې وړاندې شوی پریکړه لیک ته مثبتې رایې ورکړې خو له بده مرغه پریکړه لیک د امریکا د ویټو له امله تصویب نه شو.

هغه په غزې کې د صهیونیست رژیم بریدونو ته په اشارې سره، زیاته کړه: مونږ په ښکاره ویلي دي چي اسرائیل رژیم هغه فوځي لارې چارې چي د غزې په شمال کې عملي کړي، باید په جنوب کې تکرار نه کړي. د ملکیانو مرګژوبله په زیاتېدو ده او مونږ باید په اروپایي اتحادیه کې د بشردوستانه اوربند لپاره هوکړې ته ورسیږو چي په غزې کې انساني حالات دومره ویرونکي نه ووسي.

بورل جوته کړه: په زرګونه فلسطینیان د خپلو کورونو په پرېښودلو سره د مصر سرحدي سیمو ته تښتېدلي دي، دا په داسي حال کې دی چي ولسونه باید خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبوره نه شي خو له بده مرغه د اسرائیل د رژیم د بریدونو د امله په غزې کې هیڅ یو ځای هم پر امن نه دی.