بریطانیا په ایران نور بندیزونه ولګول
د بریطانیا د بهرنیو چارو وزارت د ایران خلاف د خپلو غلیمانه دریځونو په دوام کښې د فلسطین له اسلامي جهاد او حماس غورځنګونو سره د اړیکې په پلمه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران خلاف نوي بندیزونه ولګول.

د ایرنا د خبر له مخې، د بریطانیا خارجه وزارت پرون د فلسطین له جهادِ اسلامي ان حماس سره د اړیکې په پلمه د ایران نخلاف د خپلو بندیزونو په نوملړ کښې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د اوو نورو چارواکو نومونه ورزیات کړل.
دا په داسې حال کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت د لویدیځ د مداخله غواړو کړنو د پایلو په اړه په کراتو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات به بې ځوابه پاتې نه شي.
په دې لړ کښې د ایران د خارجه وزارت ویاند «ناصر کنعاني» هم وویل: د اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران د ایران د اسلامي جمهوریت یو رسمي پوځي ارګان دی او هیله من یوو کوم هیوادونه چې په دې لړ کښې هر اقدام کوي، د خپلو نارغنده اقداماتو نتیجې ته پاملرنه وکړي او په خاصه توګه خپلې دوه اړخیزې ګټې دې د زر تیریدونکو سیاسي ګټو او جذباتي فیصلو قرباني نه کړي.