پاکستان په سیمه کښې د امریکا مهم شریک دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143504-پاکستان_په_سیمه_کښې_د_امریکا_مهم_شریک_دی
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاند «جان کربي» د واشنګټن او د اسلام اباد د اړیکو په ملاتړ کولو سره ټینګار وکړ پاکستان په سیمه کښې د امریکا مهم شریک دی.
(last modified 2023-12-21T07:47:26+00:00 )
Dec 21, 2023 12:11 Asia/Kabul
  • پاکستان په سیمه کښې د امریکا مهم شریک دی

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاند «جان کربي» د واشنګټن او د اسلام اباد د اړیکو په ملاتړ کولو سره ټینګار وکړ پاکستان په سیمه کښې د امریکا مهم شریک دی.

د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا د سټراټیژیکو ارتباطاتو غږملونکي «جان کربي» په یوه خبري کانفرنس کښې امریکا ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر د سفر او په سیمه کښې د اسلام اباد په رول باندې د هغه د نتیجو په هکله وویل: پاکستان په سیمه کښې د امریکا مهم شریک پاتې کیږي.

هغه د پاکستان د چارواکو د څرګندونو په تائید کښې د اسلام اباد د ځواکونو پرضد د وروستیو حملو په هکله زیاته کړه پاکستان هماغه راز له سرحد ورهاخوا( افغانستان څخه) د ترهګرۍ له ګواښ څخه مخامخ دی.

جان کربي دغه راز له افغانستان څخه په بیړې سره د وتلو په وخت د امریکا د عسکرو لخوا د وسلو پریښودل او د امریکا له دغو وسلو څخه په استفادې سره د پاکستان په حکومتي عسکرو باندې حملې دروغ وبللې.

هغه زیاته کړه د طالبانو په پرمختګ سره د افغانستان امنیتي ځواکونو فیصله وکړه جنګ ونکړي او خپلې وسلې پر ځمکه کیږدوي او په افغانستان  کښې پاتې وسلې د افغانستان د عسکرو دي.

د پاکستان طالبانو ډلې «تحریک طالبان پاکستان» د افغانستان د طالبانو په ملاتړ سره خپلې حملې زیاتې کړي دي او د افغانستان مهاجرین هم په پاکستان کښې په ترهګرو فعالیتونو او ناامنیو کښې په لاس لرلو تورنوي.

له بلې خوا د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر جان اچکزي په امریکا غږ وکړ چې طالبانو ته د خبرداري د ورکولو پرځاې په افغانستان کښې په وسله والو ډلو باندې د حملو لپاره په پاکستان کښې د بې پایلوټه الوتکو مرکزونه جوړ کړي.