د شهید موسوي جنازه د حضرت رقیه(س) په حرم کښې وشوه
د شهید سردار سید رضي موسوي جنازه د سوریې په دمشق کښې د بي بي رقیه(س) د پاکې روضې په خوا کښې وشوه.
زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې په دغې جنازې کښې ګډونوالو د صهیونزم او استکبار د جبهې تر ماتې پورې د قدس د شهیدانو د لارې په جاري ساتلو ټینګار وکړ.
د خبر له مخې، جنازه کوونکو له شهید قومندان سره ژمنه وکړه چې د جعلي صهیونیسټي رژيم جنایتونه به بې ځوابه پرې نږدي.
هغوي همداشان وویل چې د شهید سید رضي موسوي وینه به هیڅکله ضایع نه شي بلکې یوه داسې انګیزه به شي چې په بریمنه توګه قدس شریف ته ورسي او د بریا لمونځ هلته ترسره کړو.
د جنازې په دغو دستورو کښې ګډونوالو ټینګار وکړ چې صهیونیسټي دښمن د خپلې بې وسۍ په وجه جنایتونو ته لاس اچوي ځکه چې د غزې په جبه کښې نښتی دی او له بندونه د تیښتې په لټه کښې دی.
د فلسطیني مبارزو ډلو د ائتلاف غړي "عبدالکریم شرقي" په دغو مراسمو کښې وویل: صهیونیسټي دښمن ګمان کوي چې د مقاومت د قومندانانو په وژلو سره د مقاومت د جنګیالیو اراده کمزورې کیږي خو له دې غافل دي چې مونږ په شهادت میئن یوو او له مرګ نه هیڅ ویره نه لرو.