چین د ټایوان په هکله د امریکا په کړچار نیوکه وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «چن بینهوا» د ټایوان جزیرې په هکله د امریکا په نوي سیاست او دغه ټاپو ته د پوځي بودجې په بیلیدا نیوکه وکړه.
امریکا په راتلونکي میلادي کال کښې له ټایوان جزیرې سره ستره پوځي مرسته بیله کړي ده چې د چین له غبرګون سره مخامخ شوي ده.
چین په ځلونو د ټایوان جزیرې په کورنیو چارو کښې د امریکا په لاسوهنې باندې اعتراض کړی دی.
چین ټایوان د خپل هیواد نه جلا کیدونکي برخه ګڼي او چین د دغه ټاپو د جلا کولو لپاره هر ډول اقداماتو ته سخت ځواب ورکړی دی.
د چین چارواکو په ځلونو له چین څخه بیلیدا ته د ټایوان په هڅولو کښې د خارجي هیوادونو په تیره بیا د امریکا د هر ډول لمسونکو اقداماتو په هکله خبرداری ورکړی دی.
د ټایوان په چارو کښې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند« چن بینهوا» ټایوان ته په راتلونکي میلادي کال کښې د امریکا سترې پوځي بودجې بیلیدا ته په غبرګون کښې وویل د امریکا د راتلونکي میلادي کال پوځي سیاست په ټایوان جزیرې کښې سولې ته ګوزار ورکوي.
هغه وویل په امریکا کښې ځینې کسان وايي مونږ په ټایوان جزیرې کښې ثبات او سولې ته هیله من یوو خو په حقیقت کښې دوې ټایوان په وسلو باندې سمبالول چټک کوي او د بیلتون غواړو ځواکونو ملاتړ کوي او د تاوتریخوالو د زیاتولو هڅه کوي.
بل خبر دا چې د ټایوان ریاستي او پارلماني انتخابات په داسې حال کښې د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ په دیارلسمه نیټه کیږي چې د چین او د ټایوان جزیرې ترمینځ لفظي جنګ زیات شوی دی.